خوږیاڼو کې طالبان وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې پنځه طالبان وژل شوي.
د ننګرهار ولایت مقام ویلي، تېره شپه دملي امنیت ځانګړو ځواکونو دننګرهار خوږیاڼو ولسوالۍ په زاوې سیمه کې له وسله والو طالبانو دسرتېرو دغچ اخېستنې په موخه عملیات کړي.
له ولایت مقام څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي، په عملیاتو کې پینځه طالبان وژل شوي او درې مهم مرکزونه یې هم لمنځه تللي دي.
دسرچېنې په خبره په ترسر شویو عملیاتو کې ملکي خلکو او افغان ځواکونو ته زیان نه دی رسیدلی.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments