خوږیاڼو کې طالبانو او داعش یو بل وژلي

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې طالبانو او داعش وسله والو یو بل د کافر او مرتد په نوم وژلي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي وایي، د جمعې په ورځ د خوږیاڼو په قیلغو سیمه کې طالبانو او داعش نښته کړې په پایله کې د داعش د یو قومندان عبدالرحمن په ګډون پنځه طالبان وژل شوي دي.
د خوږیاڼي په خبره په دې نښته کې دوه نور طالبان ټپيان شوي دي.
د پنجشنبې په ورځ هم شېرزادو ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش ترمنځ نښته شوې چې ۱۲ داعش وسله وال پکې وژل شوي و.
خوږیاڼو او شیرزادو کې د افغان ځواکونو عملیات هم دوام لري او دواړو خواو ته پکې مرګ ژوبلې اوړي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments