خوږیاڼو کې داعشیان او طالبان یو بل وژلي

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې تېره ورځ طالبانو او داعش وسله والو نښته کړې چې له دواړو لورو پکې ۱۵ کسان وژل شوي او ټپيان دي.
ننګرهار کې یوې امنیتي سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط هندوکش نیوز ته ویلي چې په نښته کې اووه طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د سرچینې په خبره، په جګړه کې له داعش لوري دوه تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
دسرچېنې په خبره په جګړه کې ۲ملکې وګړي هم وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي .
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply