خوږیاڼو کې ترهګر وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې ۱۸ طالبان او دري داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار ولایت مقام وایي، له تېرو دوه ورځوراهیسې د خوږیاڼو ولسوالۍ دزاوې په سیمه کې د داعش او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.
داعش ، طالبانو او حکومتي مسؤلینو بیا په دې تړاو څه نه دي ویلي؛ خو سرچېنو ویلي افغان ځواکونه هم په چمتوالي بوخت دي ترڅو د داعش د وړاندې راتګ مخه ونیسي.
په دې سیمو کې کورني او بهرني ترهګر تر سخت فشار لاندې دي.
له یوې خوا ځایي خلک په دې ډلو پسې راپورته شوي او له بلې خوا افغان ځواکونو ځمکني عملیات او هوایي بریدونه پيل کړي دی.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments