خوږیاڼو کې بهرني طالبان وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار خوګیاڼو ولسوالۍ زاوې سیمه کې د هوايي ډګر صفر دوه قطعې عملیاتو په مهال د کورنیو او بهرنیو طالبانو په ګډون ۲۰ طالبان وژل شوي دي.
یوې باوري سرچېنې وویل، په عملیاتو کې د وسله والو د وسلو دوې زیرم هم له منځه وړل شوي دي.
سرچېنه وايي، عملیات تیره شپه شوي او وژل شوي ټول طالبان دي.
د یو بل خبر له مخې همدا تیره شپه د غني خېلو ولسوالۍ مارکو بازار سیمه کې طالبانو د فرش په نوم پوسته باندې برید کړی چې په شا تمبول شوی دی.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments