خوږیاڼو کې افغان ځواکونو ته د وسله والو د ځپلو امر وشو

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار ولایت مقام کې د خوږیاڼو د امنیت د بهبود لپاره غونډه شوې او والي ګلاب منګل افغان ګډو ځواکونو ته امر کړی چې خوږیاڼو کې وسله والې ډلې وځپي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي وايي، د دې ځانګړې ناستې په ترڅ کې د خوږیاڼو ولسوالۍ په اپراتیفي او امنیتي وضعیت هر اړخیزې خبرې وشوې او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل له لورې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته سپارښتنه وشوه،ترڅو په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ترویستي ډلو د ځپلو په موخه عملي اقدامات واخلي .
د خوږیاڼي په خبره، د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان ډګر جنرال محمد زمان وزیري په مشرۍ امنیتي ځواکونو ننګرهار والي او د خوږیاڼو ولسونو ته ډاډ ورکړ،چې ډیر ژر به په یاده ولسوالۍ کې د بېلابېلو بریدونو په ترڅ کې داعش او نورې ترویستي ډلې لمنځه یوسي .
مسؤلینو په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د تروریستي ډلو د ځپلو پر مهال د سیمې د ولسونو پر ځانګړې همکارۍ هم ټینګار وکړ.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *