خوشال سادات: طالبان د پنجاب په ښکاره ملاتړ افغانستان کې جګړه کوي

comments 0

17 Views

هندوکش ـــ کابل: د افغان حکومت یو لوړ رتبه امنیتي چارواکی خوشال سادات وايي چې طالبان په افغانستان کې د پنجاب په ښکاره ملاتړ جګړه کوي.
ښاغلی سادات وايي چې طالبانو د څو ورځو راهیسې د سختو بریدونو پلان در لود، خو د افغان حکومت له جدي غبرګون سره مخامخ شول. شاغلی سادات زیاتوي: “‏طالبانو څو ورځې سخت زور وواهه او د افغانستان خلکو ته يې اخطار ورکړو. تاسو ته بهتره معلومات شته چې تيرو دو ورځو کې له 80 څخه نيولې تر 100 پورې زيات جسدونه پاکستان ته انتقال شول. له دى دا معلوميږي چې طالبان د پنجاب په مټو افغان ځواکونو سره جنګېږي.”
ښاغلی سادات زیاتوي چې طالبان به د هېڅ استخباراتي ډلې په مغرضانه ملاتړ د جګړې له لارې بریالي نه شي او دوی ته پکار ده چې د افغانانو پر وړاندې د پردیو په لمسون روانه جګړه بنده کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments