خوست: ۴۲ کسان نیول شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – خوست: د خوست پولیسو په دوو اونیو کې ۴۲ تورن کسان د غلا قتل او د نشه یي توکو د قاچاق په تور نیولي دي.
د خوست امنیه قوماندان سمونوال سید احمد بابازی وایي چې پولیسو خوست ښار او ولسوالیو کې د تیرو دوو اونیو کې ۱۴ کسان د قتل پنځه کسان د مجروحیت قضیو کې ۳ کسان د لارو شکولو ۳ د وسله وال برخورد یو کس د غلا ۳ کسان د نورو د تهدید او ۱۱ نور د ځنګلونو د وهلو په تور له بیلابیلو وسلو او موټرو سره نیول شوي دي.
سمونوال سید احمد بابازی زیاتوي چې پولیسو همدا راز د تلاشۍ او عملیاتو پر مهال ۳۱۱۶ ګرامه خام چرس ۲۰ ګرامه شیشه ۳۸ ګرامه تریاک څلور ګرامه هیرویین یو عراده الټو موټر له پنځه کسانو سره نیولي او دوسیې یې څارنوالۍ ته استول شوي دي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments