خوست کې پولیسو له ملکي مرګ ژوبلې مخنیوی کړی

comments 0

3 Views

هندوکش ــ خوست: د خوست ولایت امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تېره ورځ ملي پولیسو د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې له یوې ماین چاودنې مخنیوی کړی دی.
وسله والو طالبانو د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د زنیخېلو پر عمومي سړک د ملکي مرګ ژوبلې او مسافر وړونکو موټرو د په نښه کولو په هدف یو کړۍ ماین ځای پر ځای کړی و، چې له چاودنې مخکې د پولیسو لخوا کشف او له منځه یوړل شو.
پدې وروستیو کې د وسله والو طالبانو له لوري د سړک غاړې ماین چاودنو ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده، تازه د سولې او اقتصاد یو انسټېټیوټ چې مرکز یې په اسټرالیا کې دی، د یوې سروې لمخې خبر ورکړی چې تېر میلادي کال وسله والو طالبانو د نړۍ د هرې بلې تروریستي ډلې څخه زیات کسان وژلي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments