خوست کې په یو وسلوال برید کې عبدالوالي اخلاص او د هغه ملګري وژل شوي

comments 0

5 Views

هندوکش ـ خوست: تېره شپه د خوست ولایت د علیشېرو ولسوالۍ اړوند د تریزیو کلینیک ته څېرمه د حزب اسلامي پرغړي عبدالولي اخلاص پر موټریز کاروان وسله برید شوی، د نوموړي په ګډون ۸ کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
د خوست د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسول عادل حیدر رسنیو په خبرو کې وویل، چې یاد برید تېره شپه نهه نیمې بجې شوی.
په وژل شوو کسانو کې د عبدالولي اخلاص دوه تنه ساتونکي او پنځه تنه نور د نوموړي ملګري بلل کېدل، درې یې د پکتیا ولایت اوسېدونکي دي.
عبدالولي اخلاص په دې ولایت کې د حزب اسلامي مهم غړی او په تېرو پارلماني ټاکنو کې د حزب په نماینده ګي له دې ولایت څخه نوماند هم ؤ.
حیدر زیاتوي، تراوسه معلومه نه ده، چې یاد برید چا او د کومې موخې لپاره ترسره کړی، خو ډېر داسې هدفمند بریدونه وسلوال طالبان د خپلو موخو لپاره تر سره کوي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments