خوست کې پرطالبانو خپل ماین چاودلی

comments 0

2 Views

هندوکش – خوست: د خوست باک ولسوالۍ کې پر طالبانو خپل ماین چاودلی او دوه تنه یې وژلي دي.
خوست کې د ملي اردو مطبوعاتي دفتر شمشاد ته وویل، دغه چاودنه تېره شپه د يادې ولسوالۍ په کوټکي سيمه کې شوې.
سرچېنه وايي، طالبانو غوښتل چې د کوټکي پر لویه لار ماین خښ کړي چې چاودنه یې پرې وکړه.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments