خوست کې د ولسي جرګې پریکړه وغندل شوه

comments 0

0 Views

هندوکش ـ خوست: خوست کې مدني ټولنو او د ولایتي شورا ځینو ښځینه غړو د ولسي جرګې هغه کړنه وغندله چې له مخې یې د کانونو او پطرولیم وزارت لپاره نوماندې ښځینه وزیرې نرګس نهان ته د باور رایه ورنه کړه.

دوي د یوې خبري ناستې په مهال نیوکه وکړه چې د پارلمان وکیلانو د نویو ۱۲ نوماندانو وزیرانو په ډله کې له یوازینۍ ښځینه وزیرې سره تبعیضي چلند وکړ.

د خوست د ولایتي شورا ښځینه غړو، د ولسي جرګې ښځینه غړې وننګولې چې د دوي په شتون کې ښځینه وزیره ناکامیږي.

د اعتراضیه راټولیدنې دغو برخه والو، له افغان حکومت غوښتنه وکړه څو نرګس نهان په بل مناسب ځای کې مقرره کړي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply