خوست کې د ملي امنیت په ځانګړو عملیاتو کې څلور پاکستاني ترهګر وژل شوي دي

comments 0

859 Views

هندوکش – خوست: د ملي امنیت لوېی ریاست نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې څلور پاکستاني ترهګر وژلي دي.
خبر پاڼه کې زیات شوي، چې دا څلور پاکستانیان تڼیو ولسوالۍ ته د ډیورنډ په فرضي کرښه را اړول شوي او د خوست تڼیو ولسوالۍ کې یې د دوی له ځانګړو ځواکونو سره نښته کړې ده.
ملي امنیت ویلي، دغو پاکستانیانو غوښتل د امنیتي ځواکونو پر پوسته له یو سراچه موټر سره وسله وال برید ترسره کړي، خو هدف ته له رسېدو وړاندې له ځانګړو ځواکونو سره په نښته اوښتي او وژل شوي دي.
بلخوا د خوست د تڼیو اوسېدونکي وايي، دا نښته د ملي امنیت اړوند د کمپاین ځواکونو او په یو موټر کې د راغلیو وسله والو تر منځ شوې ده او دوی ترې خبر نه دي چې څوک وژل شوي دي.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments