خوست کې د طالبانو ډله ییز برید په شاتمبول شو

comments 0

0 Views

هندوکش – خوست: افغان امنيتي ځواکونو د خوست ولايت د موسی خيلو پر ولسوالۍ د طالبانو ډله ييز بريد په شاتمبولی او په ځوابي بريد کې يې په لسګونو طالبان وژلي دي.
دخوست ولایت امنیتي چارواکي وايی چې په نوموړې برید کې لسګونه طالبان وژل شوي او زیات شمیر مختلفې سپکې او درنې وسلې دافغان ځواکونو لاسته راغلي دي.
یوه امنیتي سرچینه دنوم نه ښودلو په شرط وايي چې په نوموړې برید کې ۱۶ طالبان وژل شوي او ۱۳ تنه ټپیان دي، یاده دې وي چې په یاده جګړه کې ۲ تنه دملي اردو سرتیري هم ټپیان شوي دي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments