خوست کې د ضيا ودان لپاره د عدالت لاريون

comments 0

4 Views

هندوکش ــ خوست: په خوست کې ګڼ شمېر خلکو د ضيا ودان لپاره د عدالت غوښتلو او د هدفي وژنو د غندلو په پار لاريون وکړ.
لاریون والو د ولایت دروازه د اعتراض په توګه وتړله او د مرکزي حکومت څخه یې وغوښتل چې د ضيا ودان شهادت دې داسې نه هېرېږي بلکې د هغه قاتلین دې چې په هر قيمت وي ونيول سي او عدالت دې ورباندې عملي شي.
په دې لاريون کې چې د خوست ولايت په مرکز کې ترسره شوی و ګڼو شمېر ځوانانو د طالبانو څخه غوښتنه وکړه چې په هېواد کې د مدني فعالانو، خبريالانو او خيرخواه خلکو له وژلو لاس واخلي.
په خوست کې راټولو شویو خلکو د طالبانو څخه وغوښتل چې د حکومت سره دې هم اوربند وکړي، په داسې حال کې چې طالبانو د امريکايانو سره اوربند کړی نو پکار ده د افغانستان د حکومت سره هم اوربند وکړي.
د پوهانو په اند اوربند کول ترټولو ګټور او اړين کار دی، پوهان وايي په اوسنیو ناوړه شرايطو کې اوربند کولی شي چې حالات د کنټرول خواته بوزي او افغانستان د نسبي ثبات څخه برخمن شي چې په دې ډول د سولې خبرې هم پرمختګ کولی شي او خلک هم بيا د حکومت د ناغېړۍ په صورت کې په حکومت باندې فشار وروړلی شي، خو ددې هرڅه لپاره بايد طالبان اوربند وکړي.
لاریون کوونکي وايي چې په اوس وخت کې طالبان په خلکو هېڅ رحم نکوي او د خلکو ژوند ورته ارزښت نلري، ځکه طالبان اوربند ته غاړه نه ږدي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments