خوست کې د سرتېرو ورځ ونمانځل شوه

comments 0

0 Views

هندوکش – خوست: خوست کې هم په شاندارو مراسمو د افغان ځواکونو ورځ ونمانځل شوه چې زیاتو خلکو پکې ګډون کړی و.
د خوست د ولایتي شورا غړي عبدالولي واحدزي ټینګار دا وو چې سیاسیون دې افغان ځواکونو د خپلو ګټو لپاره نه کاروي.
له دې سره د خوست مرستیال والي شېر بادشاه ارګوني هم د افغان وسلوال پوځ په لیکو کې سیاست د افغانستان په تاوان بولي او بیلګې یې وړاندې کړې.
ارګوني وویل چې د افغانستان په تاریخ کې چې کله هم افغان ځواکونه سیاست کې دننه شوې او یا کارول شوي پایله یې ویجاړی او بربادي ده.
له افغان ځواکونو غوښتنه همدا وه چې امنیتي او دفاعي لیکې قوي کړي او د افغانانود دښمن پروړاندې مبارزه لا زیاته او سخته کړي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *