خوست کې د افغان او پاکستان امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده

comments 0

36 Views

هندوکش – خوست: د امنیتي چارواکو په وینا، پاکستان پوځ له ډېورنډ کرښې سره په ځینې سیمو اغزن تار لګولی، خو څو میاشتې مخکې یې چې له ځاځي میدان ولسوالۍ سره دا تار غځاوه، د خلکو له مقاومت سره مخ شو.
جارواکي زیاتوي د دغه ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې له ډیورنډ کرښې سره نږدې افغان حکومتي ځواکونه او ځايي خلک له پاکستانیو ځواکونو سره په جګړه ښکېل شوي دي.
سیمې کې ځایي خلک بیا وايي چې، جګړه هغه مهال پیل شوه چې پاکستانیو ځواکونو له ډیورنډ کرښې د پښې را اړولو هڅه وکړه.
تراوسه د پاکستان حکومت یا پوځ په دې تړاو څه نه دي ویلي.
خو افغان امنیتي ځواکونه وایي، پاکستانيو ځواکونو د جنډو او ښه ون غرنۍ سیمه کې د وړاندې تګ هڅه کوله، چې جګړه پیل شوه او اوس هم روانه ده خو چا ته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د چارواکي په وینا سیمې ته له خوست څخه ملاتړي ځواکونه استول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې تردې وړاندی هم افغان او پاکستانی امنیتي ځواکونو تر منځ نښتې رامنځته شوي چې له امله یې دوارو خواوو ته مرګ ژوبلې اوښتې دي.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments