خوست کې بې سواده تعویذ لیکونکي نیول شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – خوست: د خوست علماوو شورا، حج او اوقافو رياست او امنيه قوماندانۍ په ګډه یو کمپاین کې د بې علمه تعویذ لیکونکو مخه نیسي.
د خوست د علماوو شورا وایي، د ګډ کمپاین په نتيجه کې له ښار او شاوخوا سيمو هغه تعويذ ګر راټول کړل چې علم يې نه درلود.
دغو کسانو خلکو ته ناحقه او له اسلامي حدودو بهر تعويذونه ورکول او زیات جنجالونه یې ټولنه کې پيدا کړي و.
د علماوو شورا وايې، دغه کار يې ځکه وکړ چې په دې وروستيو کې يو شمېر دمګرو د خلکو ترمنځ د ستونزو جوړولو او دښمنيو پيدا کولو رول لوبوه.
دوي وايې، دغه لړۍ به ولسواليو او ليرې پرتو سيمو ته هم وغځوي.
د سیمې خلکو هم ددغه ګام هرکلی وکړ او پر دوام یي ټینګار کوي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply