خوست کې بیلابیلو جرمونو په تور ۲۲ تنه نیول شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – خوست: خوست کې امنیتي چارواکي وایي چې د افغان امنیتي ځواکونو په بیلابیلو عملیاتو کې ۲۲ تنه نیول شوي دي.
د یاد ولایت امنیه قوماندان فیض الله غیرت خبریالانو ته وویل: یاد کسان تېرې اونۍ نیولي شوي.
د نوموړي په وینا: دغو نیول شویو کسانو کې قاتلین، د نشه یي توکو قاچاق وړونکي، د ځمکو غاصبین او هغه تښتیدلي مجرمین چې محکمې پرې وروستی حکم کړی دی شامل دي.
د نوموړي په وینا: د خوست پولیسو د تېرې اونۍ په جریان کې لږ تر لږه ۲۷ حلقې ماینونه هم کشف او له منځه وړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې پلازمینه کابل او داسې نورو ولایتونو کې د نشه یې توکو قاچاق او د ځمکو له غصب نه خلک سرتکوي او وایې چې پارلمان کې ځیني وکیلان او زورواکان دولتي ځمکۍ غصبوي او هلته خپل تعمیرونو او د کار او بار جوړي.
عمران احمدزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply