خوست مې د ننګ ټاټوبی:/عبدالله حسرت

comments 0

1 Views

سهار مې د یو تن پر فیسبوک پاڼه خبر ولید؛ د چاودنې د درانه غږ له قیاسه یې لیکلي وو، چې ګواکې د خوست ځانګړو ځواکونو قرارګاه ته به ډېر زیان رسېدلی وي.
د معلوماتو لپاره پر پوسټ شویو کمېنټونو ته ولاړم…
ګورم چې د خوست وکیل صاحب لیکلي:
هیڅ هم ندي شوي، وضعیت تر کنترول لاندې دی.
خبریال یې لیکلي:
دقیق خبرونه خپرول زموږ دنده ده، لطفاً تاسو د افواهاتو په خپرولو سره د خلکو ذهنونه مه تُرور کوئ.
مدني فعال یې لیکلي:
مرګ پر طالب! خدای دې زموږ د اتلو سرتېرو مرسته وکړي.
ځوان او پېغلې یې لیکلي:
موږ باوري یوو چې زموږ زړور سرتیري به ترهګر ژر له منځه یوسي خو که زموږ مرستې ته اړتیا شوه نو ځان به ورورسوو.
څو شېبې وروسته مې ولیدل چې خوستوالو ځوانانو خپل فیسبوک او ټوېټر پاڼې د سرتېرو په انځورونو ښکلې کړې وې؛ چا د وینې ورکړې ته ځانونه رسولي وو او چا بیا په خپلو هنري ګوتو د ګلالي خوست دغسې ښکلي عکسونه اخیستي وو او ورته یې لیکلي وو چې:
“خوست نه ماتیږي.”
د ترهګرو طالبانو ننني وحشیانه برید ته د خوستوالو منظم عکسل العمل د وطندوستۍ، ژوند پرستۍ او مدنیت بهترین مثال و.
د ننګ پر دغه څلي ویاړم او اوسېدونکو ته یې له همدې ځایه وایم چې:

شاباااااس، آاافرین!!!

Share this page to Telegram

Comments