خوست: د حقاني شبکې غړو باندې عملیات شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – خوست: راپورونه وایي، خوست کې د حقاني شبکې شاوخوا ۴۳ غړي وژل شوي دي.
د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د خوست په صبریو ولسوالۍ کې عملیات کړي چې په مهال یې د حقاني شبکې د ۱۲ قوماندانانو په ګډون ۴۳ کسان وژلي، یو ټپي او درې نور یې نیولي دي.
رسنیو ته په لیږل شوې خبرپاڼه کې ملي امنیت ویلي، د عملیاتو په مهال ځانګړو ځواکونو ته یو اندازه وسلې او مهمات هم لاس ته ورغلي دي.
ملي امنیت وایي، دغه کسانو په ګڼ شمېر تخریبي اعمالو، بریدونو او د وسله والو په لیږد رالیږد کې ونډه اخیسته.
د حقاني ډله خطرناکه او بې رحمه یادیږي چې لویو بریدونو او انسان وژنو کې لاس لري چې ټولوژنه یادیږي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments