خوست دیني عالمان: افغان ځواکونه مقدسه جګړه کوي

comments 0

0 Views

هندوکش – خوست : خوست کې یو شمېر دیني علماء، قومي مخور او ځوانان د افغان ځواکونو په ملاتړ راټول شوي و او په ډاګه یې وویل چې افغان ځواکونه د اسلام او هېواد لپاره جګړه کوي چې مقدسه مبارزه ده او مرګ یې شهادت دی.
دیني عالمانو هغه ډلې وغندلې چې له افغان ځواکونو او افغانانو سره جګړه کوي او وسله والې ډلې یې پردیپالې وبللې چې افغان وژنې ته جواز لټوي.
دیني عالمانو ټینګار وکړ، که وسله والې ډلې په رښتیا هم د افغانانو خواخوږي وي، نو د افغان حکومت د سولې بلنې ته دې حاضر شي، ځکه د افغانستان د مسلې حل جګړه نه ده او پکار ده چې د سولې له لارې حل شي.
دیني عالم مولوي محمدعارف عرفان وویل، پکار ده چې ټول له افغان ځواکونو ملاتړ وکړي، ځکه کوم ځای کې چې امنیت نه وي، هلته معاملات او عبادات نه کیږي.
دیني عالمانو په دې غونډه کې له افغان ځواکونو ملاتړ وکړ او ژمنه یې وکړه چې وسله والو ډلو ته خپلو سیمو کې ځای نه ورکوي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *