خوست او پروان کې وسلوالو طالبانو جومات کې پر لمونځ کوونکو بريدونه کړي

comments 0

20 Views

د امنیتي چارواکو په وینا، نن شپه د پروان مرکز خلازيو مربوطاتو کې پر يوه جومات کې د وسلوالو طالبانو بريد کې اته کسان ملکي کسان وژل شوي دي.
کورنيو چارو وزارت مرستيالې وياندې مروا امينې وايي، وسلوالو طالبانو پروان ولايت کې پر جومات کې پر روژه ماتوونکو بريد کړی دی چې اته ملکي کسان پکې وژل شوي دي.
بلخوا بیا په کې هم خوست کې هم طالبانو د تراويح لمانځه پر مهال پر ملکي وګړو بريد تر سره کړی دی، چې درې لمونځ کوونکي پکې وژل شوي دي.
د خوست والي ویاند طالب منګل وایي، د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ اړوند ګورچکو کلي کې د تراویح لمونځ کولو پر مهال لمونځ کوونکو وسله وال برید شوی.
منګل وایي، په ترسره شوي برید کې درې ملکي وګړي وژل شوي او یو تن ماشوم ټپي شوی دی.
عمران احمدزي

Share this page to Telegram

Comments