خوستۍ ښځې: د جمهوري نظام په راتک سره د ښځو په ژوند کې مثبت بدلونونه راغلي

comments 0

6 Views

هندوکش ــ خوست: خوستۍ ښځې وايي، د جمهوري نظام په راتک سره د ښځو په ژوند کې مثبت بدلونونه راغلي او هغوی ته د زده کړو او کار شرایط برابر شوي، خو د هغوی حقونو او اړتیاوو ته باید نوره هم پاملرنه وشي.
هغوی چې د مارچ پر اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې راټولې شوې وې، ویل یې، په ټوله کې د ښځو د کار، زده کړو او حقونو په اړه د ټولنې او کورنیو په نظر کې هم مثبت بدلون راغلی.
د خوست د ښځو چارو رئیسې شافعه نورزۍ وویل، په اوس وخت کې ډېری کورنۍ د خپلو خویندو او لوڼو د زده کړو او کار سره مخالفت نه کوي.
هغې زیاته کړه، د پخوا پرتله په دندو کې هم د ښځو ونډه ډېره شوې او دا غونډه يې ثبوت دی، چې ډیری ګډونوالې يې حکومتي مامورینې، پولیسانې او یا هغه ښځې دي، چې سوداګریزې چارې پرمخ بیايي.
شافعه نورزۍ وړاندې وویل، د ښځو په ژوند کې شته پرمختګونه بسنه کوي او هغوی به د ښځو د ټولو شرعي او قانوني حقوقو د ترلاسه کولو لپاره خپلو مبارزو ته دوام ورکړي.
نادیه باوري چې پدې وروستیو کې حکومتي دنده اخیستې وايي، د ماشومانو لپاره وړکتونونه، هغوی ته جدا دفترونه، ترانسپورت اسانتیا او نور سهولتونه د ښځو غوښتنې دي.
هغه زیاتوي، دا مهال درې خوستۍ میرمنې رئیسانې دي، خو که نورې مدیریتي برخې هم ور وسپارل شي، هغوی يې د خپلو وړتیاوو له کبله ښې سمبالولی شي.
خوست والي محمدحلیم فدايي د مارچ په اتمه کې د ښځو ویناوو او نظرونو ته په کتو رسنیو ته وویل، د هغوی څرګند پیغام دا وو چې نړیواله ټولنه دې یا افغان حکومت له هره پلوه په پښو ودروي او یا دې وسلوال مخالفین افغان حکومت سره مخامخ خبرو اترو ته کینوي.
د خوست والي په وینا د ښځو غوښتنه دا هم وه، چې هغوی نیمه سوله نه غواړي، یانې د ټولنې نیمه برخه باید له دې پروسې بې برخې نشي او د سولې په موافقو کې باید د ټولنې د ټولو قشرونو مساوي حقوق تضمین شي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments