خوستۍ مېرمنې: مذاکراتي ټیمونه دې زموږ حقونو ته پام وکړي

comments 0

93 Views

هندوکش ــ خوست: دا راټولېدنه چې «د افغان ښځو غږ او د جمهوري اسلامي نظام ملاتړ» تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه، پکې د دغه ولايت ډېر شمېر فعالو مېرمنو ګډون درلود.
د خوست د ښځو چارو رییسې شفيعې نورزۍ وويل، مېرمنې د جمهوري نظام ملاتړ کوي او ترڅنګ يې په قطر کې له دواړو مذاکراتي ټيمونو څخه غواړي چې تېرې ۱۹ کلنې لاسته راوړنې او د ښځو په برخه کې شته پرستونه او ددوی حقوق تر پښو لاندې نه کړي:
«له نننۍ راټولېدنې مو موخه داده چې افغان ميرمنې د جمهوري اسلامي نظام ملاتړ کوي او په عین وخت کې له افغان حکومت او وسله والو طالبانو غواړو چې زموږ تېر نولس کلن مزل چې د ازادۍ او د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو په برخه کې مو کړی په سیند لاهو نشي.»
په ورته مهال دوه نورې ميرمنې پلوشه او همایره نوري بیا له وسله والو طالبانو غواړي روان تاوتريخوالی چې د تېر په نسبت زیات شوی بیرته راکم او اوربند دې وکړي.
دوی وايي په روانه جګړه کې له ټولو وړاندې ډېر زیان مېرمنو لیدلی او به دې وروسته دې نور نه ځورول کېږي.
پلوشه: «په روانه جګړه کې له ټولو ډېر زیان مېرمنو لیدلی، ځکه هرڅوک کې وژل کېږي هغه به د يوې مېرمنې خاوند، زوی ورور او یا بل څوک وي چې هم له کړاوونو سره مخ کېږي او هم د وژل شوو کسانو اولادونه له سالمې روزنې او د ژوند له نورو اسانتیاوو بې برخې کېږي.»
همایره: «موږ له وسله والو غواړو چې جګړه بس کړي، لومړۍ دې اوربند وکړي، څو سولې راتلو ته لاره هواره شي، هغوی دې په خپلو ماشومانو او په نورو افغان ماشومانو زړونه وسوځوي.»
دا یوازې خوست نه دی چې مېرمنې او فعالانې يې د جمهوري او اسلامي نظام په ملاتړ راټولېږي، له دې وړاندې هم د مرکز کابل په ګډون په ګڼ شمېر کې مېرمنې راټولې شوې او ورته غوښتنې يې کړې دي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments