خوستۍ مرمنې: کورنۍ یې هڅولي چې په ټاکنو کې په پراخه کچه برخه واخلي

comments 0

6926 Views

هندوکش – خوست: په خوست کې مېرمنو د يوې راټولېدنې پرمهال وويل، چې په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې به پر ننګونو سربېره په پراخه کچه ګډون وکړي.
د ښځو لپاره په ټاکنو کې د ګډون په هدف د عامه پوهاوي یاده راټولېدنه د خوست په اداري کمپلیکس کې نیول شوې وه.
د خوست د ښځو چارو رییسه شفعیه نورزۍ وایي، ښځې د ټولنې نیمايي برخه جوړوي، نو پکار ده چې ښځې هم په راتلونکو ټاکنو په پراخه پیمانه ګډون وکړي.
هغې که څه هم په ټاکنو کې د ښځو پرګډون د کلتوري او یو شمېر نورو لاملونو د اغېز له کبله اندېښنه وښوده، خو وایي هیله داده، چې ښځې په ټاکنو کې برخه واخلي.
په ورته مهال د دغې غونډې دوو ګډونوالو په خبرو کې وویل، هم یې خپلې کورنۍ هڅولي او هم یې نورو ته عامه پوهاوی ورکړی، چې ښځې په ټاکنو کې برخه واخلي.
هغوی وایي، پر کلتوري ننګونو سربېره به په جمهوري ریاسټ ټاکنو کې په پراخه کچه ګډون وکړي.
د خوست د علماوو شورا مشر مولوي شاه محمود په اسلام کې د رايې په ارزښت وغږېد او ويې ويل، چې په اسلام کې داسې څه نشته چې ښځې د رايې ورکونې او شهادت څخه منع کړي.
د خوست ښځې دا ډاډ داسې مهال ورکوي چې د رایې ورکونې پر مهال د رایه ورکونکې د عکس اخیستل جبري شول، ځینو خلکو داسې اندېښنې راپورته کړې چې په خوست ولایت کې به ښځې په ټاکنو کې برخه وانخلي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments