خوستیان له طالبانو د پاکستان ملاتړ غوسه کړي

comments 0

12 Views

هندوکش ــ خوست: خوست کې سلګونه کسانو پر کونړ او ځاځي میدان د پاکستاني لوري د توغندیو په توغولو، پر ډیورنډ کرښه د اغزن سیم او له طالبانو د پاکستان د ملاتړ په اړه لاریون وکړو.
لاریون په خوست کې د یووالي او بدلون کاروان په بلنه رابلل شوی و چې د یو اووه ماده ییز پرېکړه لیک په لوستو پای ته ورسېده.
د دغه کاروان لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي: « د بیرغ د ملي ورځې په مناسبت د پنجاب د ظلمونو، پر کونړ او خوست د پنجابي ظالم پوځ د راکټي بریدونو، د ډیورند پر کرغیړنه کرښه د ازغن تار او خپلسرو دروازو د جوړولو او له طالبانو او نورو ترهګرو ډلو د پاکستان د ملاتړ په غبرګون کې او د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ په پار پرون دوشنبه د خوستیو ولسونو لخوا ستر ولسي لاریون ترسره شو.»
د لاریون ګډونوالو د پنجاب د ظالم پوځ د وحشتونو، د ډیورند پر تپل شوي لیکه د ازغن تار او تاسیساتو د جوړولو، پر کونړ او خوست ولایتونو د راکټي بریدونو او په ټوله کې په افغانستان کې د تروریستي ډلو د پاکستان د ملاتړ پر خلاف او د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د غوڅ ملاتړ شعارونه ورکول او له امریکا یې وغوښتل چې د افغانستان سره په ترسره شوي امنیتي تړون عمل وکړي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments