خوستي مشران: د ګواښونو سره سره به په ټاکنو کې ګډون وکړو

comments 0

0 Views

هندوکش – خوست: خوست کې قومي مشران وایي، په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنوکې چې د میزان په شپږمه نېټه ترسره کیږي، د تېر په څېر په پراخه کچه ګډون کوي.
د خوست د مختلفو سیمو قومي مشرانو سه شنبه د یوې راټولېدنې پرمهال وویل، چې خوست میشتي تیار دي، څو په راتلونکو ټاکنو کې په پراخه کچه ګډون وکړي.
یاد مشران وایي، ټاکنې د ډیموکراسۍ اصل دی او دوی به د کوم چا له وېرې د ټاکنو مرکزونو ته ځي او د خپلې خوښې وړ نوماند ته به رایې کاروي.
په ورته مهال د خوست د ولایتي شورا رییس کفیل “ریحان” د خوست له امنیتي چارواکو غواړي، چې د ټاکنو په ورځ د خوستیو ولسونو امنیت ته پام وکړي او ترڅنګ یې د ټاکنو کمېسیون له مسولینو هم غوښتنه کوي، چې ټاکنیز توکي دې پروخت ټاکنیزو مراکزو ته ورسوي، ترڅو خلک د تېر په څېر له ستونزو سره مخ نه شي.
په عین مهال د خوست امنیتي چارواکي د ولس استازو او د خوست قومونو ته د ټاکنو په ورځ د پوره امنیت ډاډ ورکوي.
د خوست والي محمدحلیم ” فدایي” وایي، د ټاکنو لپاره یې پوره چمتو نیولی او خلک کولی شي په ډاډه زړه په ټاکنو کې برخه واخلي.
نوموړي په خوست میشتو غږ وکړ، چې د ظلم، زور زیاتي او زورواکۍ وخت تېر شوی او خلک دې د خپلو رایو په وسیله خپل راتلونکی وټاکي.
د خوست د ټاکنو ولایتي کمېسیون د مسولینو په خبره، چې په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۵۲ زره د نارینه او ښځينه وو تذکرې سټېکر شوي دي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments