خوستوال: طالبانو واک ته د رسېدو لپاره د کم عمره ماشومانو وژنو ته مخه کړې.

comments 0

0 Views

هندوکش – خوست: د هېواد په بېلابېلو ولایتونو لکه کابل، لغمان او تیره ورځ سهار په غزني کې د طالبانو د بریدونو له امله ګڼ شمېر ملکي وګړي ووژل او ټپیان شول، چې ډیری یې د ښوونځیو کم عمره زده کونکي او عام افغانان وو.
د خوست اوسېدونکي د طالبانو دغه وحشناک عمل په سختو ټکو غندي او وايي، چې طالبانو په دې بریدونو وښودله، چې ګني دوی سولې ته زړه نه ښه کوي او همداسې به افغان وژنې ته دوام ورکوي.
دوی زیاتوي، طالبان د افغانستان راتلونکی نشي زغملی او واک ته د راسېدو لپاره ان ماشومان هم له منځه وړي او وژنې یې.
همدا راز څه دوي زیاتوي که طالبان خپلو ظلمونو او بې ګناه افغان وژنې څخه لاس وانه خلي افغان ولس به یې په وړاندې ملي پاڅون ته چمتو والي ونیسي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments