خوآن ماتا تر ۲۰۱۹له مانچستر یونایتد سره خپل تړون وغزاوو

comments 0

0 Views

هندوکش انګلستان: د مانچستر یونایتید لوبغالي له قوله د خوآن ماتا قرار داد په راتلونکي دوبي ته پای ته رسېده او داسې انګازې وې چې خوآن ماتا به بیا ځلې والنسیا ته ور وګرځي مګر په پای کې ماتا پرېکړه وکړه تر څو خپل تړون له مانچستر یونایتید سره وغزوي .
ژوزه مورینیو ددې تړون له غزېدو وروسته وویل : ماتا یو غښتلی لوبغاړی دی او زمونږ لپاره به ښه ثابت شي ، کله چې زه منچستر یونایتد ته راغلم ټول پدې باور وو چې ماتا به له ستونزو سره مخ شي مګر دادي ماتا د یو بل کال لپاره هم خپل تړون له مانچستر یونایتد سره لاسلیک کړ.
ماتا یو ښه لوبغاړی دی هم زما او هم زمونږ د ټول ټیم لپاره
خوآن ماتا په ۱۷۲ لوبو کې د منچستر یونایتد لپاره بریاوې ترلاسه کړې ۳۹ ګولونه یې سرته رسولي هغه په ۲۰۱۴ کې منچستر یونایتد ته راغلی وو .
همدارنګه منچستر یونایتد نن شپه چهارشنبه باید د غوره لیګ سیالیو په ۲۵ اونۍ کې د تاتنهام سره لوبه وکړي
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply