خلیل زاد افغان سولې په تړاو د اندونیزیا او هند بهرنیو چارو وزیرانو سره کتلی

comments 0

27 Views

هندوکش – هندوستان: هندي رسنیو نه په خبرونو کې راغلي چې افغان سولې له پاره د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړي استازي د اندونیزیا او هند د بهرنیو چارو له وزیرانو سره کتلي دي.
د خبرونو له مخې، نوموړي په نیویارک کې له یادو کسانو سره د لیدنې پر مهال پر افغان سولې او په افغانستان کې پر روان وضعیت خبرې کړې دي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر ویلي له زلمي خلیلزاد سره یې په نیویارک کې لیدلي او په افغانستان کې یې پر روان وضعیت او د سولې پر وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
شنکر وايي، هند ډاډ ورکړی چې دوی د افغانستان د سولې په پروسه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments