خلیل زاد افغان سولې لپاره بیا سفر پیل کړ

comments 0

121 Views

هندوکش – کابل: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې زلمی خلیلزاد به کابل ته ځي او تر هغه وروسته به قطر ته ځي چې له طالب استازو سره د سولې مذاکرات بیا پيل کړي.
سرچینه کاږي خلیلزاد به کابل ته په خپل سفر کې د افغان حکومت له مشرانو سره د افغان سولې پر موضوع او نوو پروګرامونو خبرې وکړي.
هغه به دغه راز له افغان حکومت وغواړي چې له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره یو ملي او ټول منلی ټیم جوړ کړي څو بین الافغاني مذاکرات مخ ته یوسي.
خلیلزاد به تر کابل وروسته دوحې ته ځي او هلته به له طالب استازو سره د سولې خبرو ته ادامه ورکوي.
امریکا تر دې وړاندې هم له افغان حکومت غوښتي وو، چې یو ملي، ټول منلی او هېواد ته رښتینی ټیم دې جوړ کړي او دغه ټیم به له طالب استازو سره د سولې خبرې مخ ته وړي، خو افغان حکومت تر دې دمه دا کار نه دی کړی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments