خلیل زاد افغان سولی په تړاو سیمه ییزو هیوادونو ته سفرونه پیل کړل

comments 0

226 Views

هندوکش – امریکا: د امریکا بهرنیو چارو وزارت نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي (زلمې خلیل زاد) هند، چین، افغانستان او پاکستان ته سفرونه پیل کړي.
د خبرپانې له مخې، تردې مخکې زلمي خلیل‌زاد د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن د استازي په توګه درې ځلي له طالب استازو سره خبرې کړي.
نوموړي همدارنګه سیمې ته په خپلو پرله‎پسې سفرونو کې د افغانستان، پاکستان او د سیمې د نورو هېوادونو له مشرانو سره هم غونډې او لیده کاته کړي دي.
زلمی خلیل‌زاد هڅه کوي چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ تر راتلونکو انتخاباتو مخکې د دې هېواد د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره وسله‎وال طالبان او افغان حکومت خپلو کې د سولې یو توافق ته ورسېږي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments