خلیل زاد افغان حکومت سره له خبرو وروسته قطر ته ځي

comments 0

192 Views

هندوکش – کابل: د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د افغانستان سولې لپاره د امريکا خاص استازی زلمی خلیلزاد په کابل کې د ګډ حکومت له چارواکو سره تر ليدو وروسته له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره قطر ته ځي
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت تیره ورځ په خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې خلیلزاد د سولې لپاره د خپل ماموريت په موخه د کابل او دوحې په سفر وتلی دی.
اعلاميه زياتوي، چې ښاغلی خلیلزاد به د ګډ حکومت له چارواکو سره افغانستان ته د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سفر، سولې او بين الافغاني خبرو اترو په اړه بحث وکړي.
زلمي خلیلزاد يو ځل بيا په داسې حال کې د سولې لپاره خپل سفرونه پيل کړي، چې نږدې دوه مياشتې مخکې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه اعلان کړې وې، خو له شاوخوا دوو مياشتو ځنډ وروسته خلیلزاد يو ځل بيا د سولې ماموريت په اړه خپل سفرونه پيل کړل، د تېرې مياشتې په وروستيو کې يې هم په دوحه کې له طالبانو سره غیر رسمي ليده کاته کړي وو او تېره اونۍ، چې د امريکا ولسمشر په نا اعلان شوي سفر بګرام ته د خپلو پوځيانو ليدو ته راغلی و، دلته يې يو ځل بیا له طالبانو د سولې خبرو د بيا پيلېدو يادونه وکړه، ورپسې خلیلزاد کابل ته راغلی او تر دې وروسته به له طالبانو سره د رسمي مذاکراتو د بيا پيل لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته ولاړ شي.
ډيپلوماټيکې سرچينې وايي، په لنډو ورځو کې به د امريکا او طالبانو ترمنځ درېدلې خبرې له هماغه ځايه پيل شي، چېرته چې درېدلې وې او دواړه لوري به يوې هوکړې ته ورسيږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments