خلیل‌زاد: سوله کې د ګاونډیانو رول مهم دی

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزرات ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد وايي، ګاونډي هېوادونه باید په افغان سوله کې خپله ونډه ادا کړي او په‌دې برخه کې د دوی رول مهم دی.
هغه له پاکستاني رسنیو سره په خبرو کې زیاته کړې، امریکا په افغان سوله کې د پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو د لا اغېزمن رول غوښتونکې ده.
هغه په ورته وخت کې زیاتوي، افغان سوله د امریکا د اوسني حکومت لپاره ډېره مهمه ده او که په دغه هیواد کې سوله راشي، سوېلي اسیا به د نړۍ پر یوه ستر اقتصادي پوټنشیل بدله شي.
نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د تېرې اوونۍ د یک‌شنبې په ورځ یې په اسلام‌اباد کې د افغان سولې په اړه له پاکستاني چارواکیو سره ولیدل، خو لا هم مالومه نه‌ده چې له طالبانو سره اووم پړاو خبرې به کله پیلېږي؟
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments