خلیلي: طالبان دې سولې شورا ته مراجعه وکړي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د سولې عالي شورا وايي،له بیلابیلو لارو په ګټنې له مخالفینو سره په خبرو بوخت دي.
د سولې عالي شورا رییس کریم خلیلي وايي، اوس د دې وخت رارسیدلی چې مذاکرات پیل شي او د سولې خبرې یوازې د سولې عالي شورا له ادرسه مخ ته یوړل شي.
هغه له طالبانو غوښتنه وکړه چې بین الافغاني سولې ته راشي او د سولې پروسه کې بهرنیان راګډ نه کړي.
دا غونډه چې په اجرایه ریاست کې جوړه شوې وه قومي مشران له سولې شورا غوښتنه کړې چې د سولې لپاره قوي اراده او باور رامنځ ته کړي چې افغانان ارمان ته ورسیږي.
اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم د سولې اصلي ادرس سولې عالي شورا یادوي او له وسله والو ډلو غواړي چې د افغانانو غږ واوري.
عبدالله عبدالله وروستیو بریدونو ته په اشارې وویل چې د جګړې قربانیان افغانان دي او ګټه یې بهرنیان وړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply