خلیلي: سوله کې باید ټول اړخونه خوندي وي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: سولې عالي شوار وایي، افغانستان کې سولې بهیر د نړیوالې ټولنې همغږۍ او ګډ لید لوري ته اړتیا لري.
د سولې عالي شورا مشر استاد محمد کریم خلیلي د افغانستان د سولې په تړاو بروکسل کې جوړې شوې ناستې ته وویل، د سولې پروسه باید ټولیزه، پراخه، د افغانستان د خلکو د هیلو ځواب ویوونکې او د ټولو اړخونو سلاوې په کې خوندي او تضمین شي.
د خلیلي بله غوښتنه داوه چې سولې ته د رسیدو میکانیزم دې په داسې ډول پام کې ونیول شي چې دواړو خواوو ته د منلو وړ پایلې ولري.
د بروکسل ناسته کې د امریکا او اروپا ډيپلوماټانو سربیره د سولې عالي شورا غړو او رهبرۍ ګډون کړی وو.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments