خلیلزد: ایران غواړې په افغانستان کې خپل دښمن’ امریکا’ ماته کړې

comments 0

80 Views

هندوکش ـ کابل: د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد وايي، د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو لپاره به له ایران سره د خبرو هرکلی وکړي، خو ایران هڅه کوي چې په دې جګړه کې خپل دښمن (امریکا) ته ګوزار ورکړي.
خلیلزاد د پنجشنبه په ورځ د امریکا د سولې انسټېټیوټ ته په انلاین ډول خبرو کې وویل، چې ایران غواړي تر هغو چې د دغه هېواد او واشنګټن ترمنځ یوه موافقه کېږي امریکا د افغانستان په جګړه کې په داسې حال کې ښکېل پاتې شي چې نه ماته کوي او نه سوبه.
ده په عین حال کې وویل، چې ایرانیانو ته یې پر دې مسئلې بلنه ورکړې چې په هغو غونډو کې ګډون وکړي چې د افغانستان پر راتلونکي کېږي.
ده خبرداری ورکړ چې امریکا به د ایران له ملاتړه هره هغه برخمنه ډله په نښه کړي چې د امریکا پر ضد اقدام کوي او واشنګټن دا موضوع له نژدې څاري.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments