خلیلزاد یو ځل بیا له ښکېلو لورو د تاوتریخوالي کمولو غوښتنه کړې

comments 0

16 Views

هندوکش ـ کابل: د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د جګړې په ښکېلوغاړو یو ځل بیا غږ کړی چې د تاوتریخوالی د کم کړي.
د نوموړي دا څرګندونې په داسې مهال کې کوي چې پرون کندوز کې ځايي چارواکو ومنله، په هوايي برید کې لسګونه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
زلمی خلیلزاد خپل ټوېټر کې لیکي، تېرو څو ورځو کې تاوتریخوالی ډېر شوی او له امله یې د ولس په ګډون ډېر افغانان وژل کېږي.
نوموړی دوحه کې د افغانانو خپلمنځي خبرو پیلېدو ته په اشاره وايي، اړینه ده چې د جګړې خواوې د تاوتریخوالي کې د پام وړ کمی راولي.
په دا مهال د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ دوحه د سولې مرکچیانو د ګډې جرګه ګۍ د یکشنبې په ورځ هم غونډه درلوده.
د افغانستان د سولې چارو وزارت خبرپاڼه وايي، دې ناسته کې د سولې مذاکراتو پر کړنلاره بحث کړ وشو او د اختلافي مواردو د حل په برخه کې “پرمختګ” شوی.
‏د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم وايي، په دې ناسته کې بيا هم د راتلونکو مجالسو د کاري اصولو په اړه بحث وشو. هيله ده چې د پاتې ټکو په اړه ګډ تفاهم رامنځ ته او بعدي ناستې پيل شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments