خلیلزاد کابل ته راغی

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د افغانستان د سولې خبرو لپاره د امریکا متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد په دریم سفر د سیمې هېوادونو په دوره ووت.
خلیل زاد به د افغانستان، چین، پاکستان او هندوستان هېوادونو ته سفر ولري او د افغان سولې په تړاو به خبرې اترې وکړي.
د خلیل زاد دا سفر د تیر هغه په څیر نه دی، دا ځل خلیل زاد قطر او متحده عربي اماراتو ته نه ځي.
د خلیل زاد د سفر بل مهم اړخ دادی چې دا ځل په دې کار کیږي څو مخامخ د افغانانو ترمنځ د سیاسي حل لپاره خبرو اترو ته لار اواره شي.
خلیلزاد تمه لري چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو ته به زمینه برابره شي او په دې سره به د سولې پروسه بریالۍ شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments