خلیلزاد: پر بهرنیو ځواکونو د بریدونو بندون او د افغانانو پر وړاندې جګړې حیران کړی یم

comments 0

1 Views

هندوکش ــ کابل: د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې د بهرنیو ځواکونو په وړاندې د طالبانو د بریدونو بندون او د افغانانو پر وړاندې د بریدونو دوام ورته عجیب ښکاري او دی یې حیران کړی دی.
هغه څرګنده:«دا زموږ لپاره هم عجبه ده چې طالبان پر بهرنیو ځواکونو برید نه کوي او کم شوي چې موږ له دې خوښ یوو خو بلخوا له افغانانو سره جګړه دوام لري..»
هغه د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي پر زیاتوالي سخته نیوکه کوي او وايي چې امریکا د سولې بهیر د بریالي کیدو لپاره د جګړې په بندولو ټینګار لري.
هغه دا څرګندونې د یو خصوصي ټلویزیون سره د ځانګړې مرکې پر مهال کړيدي.
خلیلزاد د خپلو خبرو په دوام وايي چې د افغانستان د سولې مذاکرات په کلونو کې نه باید په میاشتو کې پایلې ته ورسېږي.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد وايي:«کلونه د افغانستان د خلکو او د نړۍ ټولنې لپاره د منلو وړ نه دي، تر ډېره باید پر میاشتو فکر وشي.»
له بلخوا له نږدې یوې میاشتې راهیسې په دوحې کې د افغانستان د سولې مرکچي پلاوي پر دې نه دي بریالي شوي چې، د سولې خبرو لپاره پر یوې کړنلارې هوکړې ته ورسېږي.
په دې بهیر کې د ځنډ له امله په ظاهره د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی یې دې ته اړ کړ چې، دوحې ته مخه کړي؛ خو زلمی خلیل زاد وايي، له طالبانو سره د هوکړو د عملي کولو او په ځانګړې توګه د تاوتریخوالي د کمولو لپاره دوحې ته تللی دی.
ښاغلي خلیل زاد زیاته کړه:«غونډې لرو چې تاوتریخوالی زښته زیات دی او دا تاوتریخوالی باید کم شي ژمنه شوې وه او غواړم چې دا ژمنه عملي شي.»
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments