خلیلزاد: ټول اړخونه چټکه سوله غواړي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: زلمي خلیلزاد وایي، ټول اړخونه د سولې خبرو کې چټک پرمختګ غواړي.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، له طالبانو سره به د خبرو اووم پړاو د روانې میاشتې په ۲۹مه پيل شي.
دده په خبره قطر او افغانستان ته یې سفرونه دا په ډاګه کوي، چې ټول اړخونه په مذاکراتو کې د چټک پرمختګ غوښتونکي دي.
زلمي خلیلزاد ویلي، چې له طالبانو سره د یوې جامع هوکړې لپاره هڅې دوام لري.
دده په خبره په دغه هوکړه کې پر څلورو مواردو توافق کېږي چې له یوه موارد نقض هرڅه له منځه وړای شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments