خلیلزاد مسکو ته ځي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ټاکل شوې خلیلزاد به په څو لنډو ورځو کې مسکو ته لاړ شي.

افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، زلمی خلیلزاد به د اپریل په ۲۵ مه مسکو ته لاړ شي او هلته به د افغانستان په تړاو د چین، روسیې او امریکا په درې اړخیزه غونډه کې برخه واخلي.

درې واړه به مسکو کې خبرې وکړي چې څنګه کېدای شي افغانستان کې شخړه حل او یو سوله ییز افغانستان رامنځته شي.

د خلیلزاد د دغه سفر په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي چې د چین، روسیې او امریکا ترمنځ به افغانستان کې په کومو موضوعاتو هوکړه کېږي او د اختلاف موارد یې کوم دي.

مسکو ته به د خلیلزاد دا دویم سفر وي چې د سولې په تړاو یې کوي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments