خلیلزاد له ناروې غوښتي چې افغان سولې لپاره خپلې هڅې جاري وساتي

comments 0

1 Views

هندوکش – امریکا: د امریکا له بهرنیو چارو وزارته په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړې استازې ناروي ته تلې دې.
خبرپاڼې په حواله، نوموړي ددغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره پر افغان سوله او په دې برخه کې پر وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
خلیلزاد له ناروې غوښتي چې په ناټو سازمان کې د افغان سولې له پروسې د ملاتړ لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.
دوی همدا راز پر هغو مسایلو هم خبرې کړې دي چې کولی شي پر افغان سوله اغېز ولري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې خلیلزاد به د ناټو له نورو غړو سره هم ګوري او له دوی سره به پر افغان سوله خپل نظریات او لاس ته راوړنې شریکوي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments