خلیلزاد طالبانو سره تر کتنې وروسته جنرال باجوه سره ولیدل

comments 0

4 Views

هندوکش ــ پاکستان: د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیزاد قطر کې له طالبانو سره تر کتنې وروسته پرون ناوخته اسلام آباد ته رسېدلی دی او هلته یې له جنرال قمر جاوید باجوه سره لیدلي دي.
پاکستاني رسنۍ وايي، له خلیلزاد سره د پاکستان د پوځ چارواکیو د افغان سولې پر بهیر او ځينو نورو سیمه ییزو مسایلو بحث کړی دی.
بلخوا د پاکستان پوځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، په افغانستان کې سوله د دوی په ګټه ده.
پاکستاني رسنیو د خلیلزاد او پاکستانیو نظامي مسوولینو تر منځ د لیدنې زیات جزیات نه دي خپاره کړي.
خلیلزاد پر طالبانو د پاکستانو د شته نفوذ نه په استفادې هڅه کوي، چې دا ډله سولې ته وهڅوي.
فروزان سیرت

Share this page to Telegram

Comments