خلیلزاد: د پآکستان د بدلون وخت دی

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: پاکستان دې د افغانستان په تړاو خپلې بهرنۍ پالیسۍ کې بدلون راولي.
پخواني امریکايي ډیپلوماټ زلمي خلیلزاد ويلي، د پاکستان د پالیسۍ بدلون به د سرحد د پرانېستلو او اقتصادي همکاریو په برخه کې د افغان او پاکستاني حکومت د بحث لپاره لار هواره کړي.
خلیلزاد وايي، د پاکستان نوی حکومت باید د سختدریځو ډلو ملاتړ پرېږدي او اجازه ور نه کړي چې د پاکستان خاوره د افغانستان خلاف وکارول شي.
خلیلزاد د پاکستان نوې رهبرۍ ته تمه لري چې له ترهګریز سیاست به لاس واخلي او سیمه او نړۍ کې به د تروریزم خلاف مبارزې ته لاړ شي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments