خلیلزاد: د نړیوالو ملاتړ افغانستان ځان بسایني ته وړي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: زلمی خلیلزاد وایي د نړیوالو په ملاتړ افغان سوله به د افغانستان د ځان بسیاینې لامل شي.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر ټوېټر لیکلي، د نړیوال بانک چارواکو سره یې د سولې له پروسې د نړیوالو په ملاتړ، اقتصادي پراختیا، پانګونې او د امنیتي لګښتونو کمولو، بحث کړی دی.
خلیلزاد ویلي، د نړیوالو مالي ملاتړ به له افغانستان سره مرسته وکړي چې په ځان بسیا شي.
خلیلزاد چې په خپل اووم سفر راوتلی له بیلابیلو چارواکو سره د لیدنې تر څنګ یې د سیمې هېوادونو مشرانو سره هم لیدلي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments