خلیلزاد د طالبانو څرګندونې رد کړي

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: امریکا وایي له طالبانو سره د خبرو نوی پړاو د یوې جامع هوکړې لټول دي.
د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، دی هڅه کوي چې له طالبانو سره د خبرو په دې پړاو کې یو جامع توافق رامنځ ته کړي او یا لار ورته هواره کړي.
نوموړي په خپلو ټوېټونو کې ویلي له طالبانو سره پر یوه مسئله نه بلکې، پر ګڼو مواردو باید یو جامع توافق و شي.
دده په خبره امریکا یوازې د سرتېرو د ایستلو په لټه کې نه ده، بلکې جامع هوکړه څلور موارد لري چې باید توافق ورباندې وشي.
خلیلزاد زیاته کړې، چې د ترهگرۍ د مخنیوي باوري کول، د عسکرو وتل، بین الافغاني مذاکرات چې یوه سیاسي جوړجاړي ته لاره هواره کړي او یو هراړخیز او تلپاتی اوربند د جامع توافق موارد دي او طالبانو هم ورسره منلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو ویلي و چې له امریکا سره بهرنیو ځواکونو په وتلو هوکړه شوې ده.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments