خلیلزاد د سولې ۱۰ ورځنی سفر پيلوي

comments 0

0 Views

هندوکش _ امریکا: د افغانستان د سولې خبرو لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د یو هیت په مشرۍ افغانستان، پاکستان، امارات، قطر، او سعودي عربستان ته سفرونه کوي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، د خلیلزاد د لس ورځيني سفر موخه به طالبان د سولې خبرو ته هڅول وي.
خلیلزاد به له نږدې څخه له افغان حکومت او نورو دخیلو خواوو سره خبرې وکړي چې د سولې هوکړې لپاره لارې چارې ومومي.
بهرنیو چارو وزارت همداراز ویلي، د خلیلزاد دغه سفر د سولې خبرو پیل، زمینه سازي او برخې اخیستو کې د امریکا کلکه اراده په ډاګه کوي.
فکور نعیمی

Share this page to Telegram

Comments