خلیلزاد: د سولې خبرو کې پرمختګ شوی

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د افغان سولې پروسې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځآنګړی استازی وایي، تر اوسه د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرو کې له افغانستانه د ځواکونو پر وتلو او د ترهګرۍ پر مخنیوي بحث او پرمختګ شوي.
زلمي خلیلزاد پر ټوېټر لیکلي، له طالبانو سره د مذاکراتو په بهیر کې د ترهګرۍ د مخنیوي او له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو برخه کې پرمختګ شوی.
خلیلزاد ویلي، له دغه دوه خبرو یې موخه دا نه ده چې کار ختم شو، بلکې په وینا یې کار روان دی چې څنګه کېدای شي بین الافغاني خبرو او بشپړ اوربند ته لاره هواره کړي.
خلیلزاد ویلي، افغانستان کې د سولې لپاره له صبر کار اخلي، ځکه وضعیت پیچلی دی او هره شېبه د ستونزو پیدا کېدو خطر شته او ځکه خو ډیری خبرې پټې دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments